کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
د قندهار ولايت په مربوطاتوکې د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢٠ تنه وسله وال طالبان او د هغوى ٥ تنه مشهور قوماندانان ووژل شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي: د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو د قندهار –ترينکوت دلوى لارې دپاکولو په موخه د البک، جيک بغل او کزکول غر په ساحوکې او د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ګډ چاڼيز او محاربوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې په ولسوال مشهور د حکمت الله عظيم د محبت له شبکې څخه د ملا رحمت الله او د احمد شاه همت په ډلې پورې اړوند د ملا کبير او د ملا مصدق الله په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې پنځه تنه مشهور قوماندانان له شلو تنو نورو ډار اچوونکو سره ووژل شول .
په دغو عملياتوکې دغه راز يوشمېر وسله وال طالبان ټپيان شول او يوه اندازه وسله او د درندو وسلو مهمات هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي او د وسايطو ضد يوولس ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل