ټولنه

په کوټ کې د سيند د اوبو د څپانده کېدو د زيانونو د مخنيوي لپاره هلې ځلې

کابلباختر دچنګاښ ٣١مه
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د سيند د اوبو د احتمالي څپانده کېدو د زيانونو د مخنيوي لپاره هلې ځلې زياتې شوې دي .
  مسوولين وايي: هلې ځلې کوي  چې د استنادي ديوالونو په جوړولو سره د سيند په دواړو خواو کې کروندو او د استوګنې کورونو ته  د اوبو د تلو مخه ونيسي .
د دغه استنادي ديوال جوړول  پنځلس مليونه افغانى لګښت لري چې د ننګرهار د کليو بيا رغاونې او پرمختيا اداره يې ورکوي .
د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رييس مجيب الرحمن ضيا باختراژانس ته وويل،  چې د اووه سوه مترو په اوږدوالي د دغه استنادي ديوال په جوړولو سره د خلکو کورونو اوکروندو ته  د اوبو د ورتلو مخه نيول کېږي .
دا په داسې حال کې ده چې  د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د سيند د اوبو څپانده کېدل هرکال  د استوګنې لسکونه کورونه او په سلګونه جريبه کروندې ويجاړوي.
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته