سیاست

جمهور رئیس غني په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو مشرانو او استازو سره وکتل

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ١١  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو مشرانو او استازو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه کتنه کې په پیل کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د خبرو پرمهال وویل، افغان کډوال د اوږو بار نه، بلکې ولسي پانګه ده او دوی هوډ کړی چې دکډوالۍ، پردېسۍ او جلا وطنۍ له ستونزمن ژوند څخه په هېواد کې باعزته او ډاډمن ژوند ته را ستانه شي.
ښاغلي زاخېلوال وویل، له پاکستان څخه هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې کډوال هېواد ته راستنېږي او د دوی راتګ د هېواد د امنیت ، اقتصاد او ثبات په ښه والي مثبت اغېز لري.
هغه څرګنده کړه، دملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې او د کډوالو نړیوال سازمان څخه مننه وکړه چې تل یې د کډوالو د حقونو ملاتړ کړی او مخکښ رول یې لوبولی دی.
ورپسې انجنیرالهام عمر هوتکي د کډوالو راستنېدل د هېواد د ابادۍ لپاره لوی فرصت وباله. هغه زیاته کړه، د راستنېدونکوکډوالو ته د ارام او هوسا ژوند په موخه د کورونو جوړولو ګټور موډل ترتیب شوی دی.
ښاغلي هوتکي وویل، په پاکستان کې افغان سفارت دې د راستنېدونکو لپاره د همغږۍ مرکز جوړ کړي، تر څو د هغوی د راستنېدنې چارې او خدمات په ښه توګه ترتیب او تنظیم کړي. هغه زیاته کړه، حکومت د جمهور رئیس په لارښوونه راستنېدونکو کډوالو ته د کورونو ځمکې، د څښاک اوبو، زده کړې ، روغتیا او نورو اسانتیاو برابرولو پوره تیاری لري.
په پېښور کې د مېشت افغان کډوالو د ټرانسپورټ اتحادیې په استازیتوب ښاغلي بریالي میاخېل وویل، افغان کډوال سرپناه نه لري. د کډوالو چارو وزارت پالیسي پېچلې ده، ځینې افغان کډوال چې په وړو جرمونو په پاکستان کې بندیان دي هغوی دې ازاد شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله ادارې دې خپلې مرستې زیاتې کړي او راستنېدونکي دې په عزت سره مېشت شي، تر څو د نورو د هڅونې او راستنېدنې لامل شي.
د افغان کډوالو د ټرانسپورت اتحادیې استازي محمد نور احمدزی وویل، د افغانانو زرګونه موټر د پاکستانیانو په نوم دي د هغو اسناد دې د افغانانو په نوم شي، ترافیک او د ترازو مسوولین د قانوني وزن راوړونکي موټروانان ځوروي، د تاجر سزا موټر او موټروان ته ورکوي، نو د دې مخنیوی دې وشي.
د ملي تاجرانو استازي حاجي رسول خان د وینا پرمهال وویل، د هېواد د ابادۍ په خاطر خپله پانګه له پاکستان څخه راانتقالو، خو زموږ یوه اندازه پانګه د پاکستانیانو په نوم ده، په ځینو مواردو کې افغان او پاکستاني تاجرانو شراکت کړی او بانکي حساب د هغوی په نوم دی. زموږ مارکېټونه او وړې کارخانې په نیمایي بیه له موږ څخه غواړي او پېشکي روپۍ مو چې ورکړي هغه موږ ته بېرته نه راکوي، نو حکومت دې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي او د پاکستان په هر ایالت کې دې یو یو وکیل موږ ته ونیسي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ښوونځیو د مدیرانو استازي نور حبیب حبیب وویل،ښوونکو ته دې ځانګړی ښارګوټی ورکړل شي او هلته ثبت شوي ښوونځي دې بیا نه ثبتېږي او دغو زده کوونکو ته دې د بورسونو سهم ورکړل شي.
د غالیو پلورونکو اتحادیې په استازیتوب عبدالطیف خبرې وکړې، هغه وویل،  غالۍ اوبدونکي د حکومت ښه همکاران دي، ځکه خلکو ته کار ورکوي، نو له دوی سره دې د ځمکو او نورو اسانتیاو په برخه کې مرسته وشي.
په کویټه کې د مېشت افغان کډوالو استازي عبدالرحمن په اسلام اباد کې له افغان سفیر او نورو مسوولینو مننه وکړه، چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال یې هېواد ته دستنېدنې لپاره وهڅول. هغه وړاندیز وکړ، ځینې کډوال چې کارتونه نه لري، نو له هغوی سره دې مرسته وشي او غصب شوې ځمکې او جایدادونه دې بېرته ورته ورکړل شي او کډوال دې په تدریج بېرته هېواد ته راستانه شي.
د ډاکټرانو په استازیتوب ابراهیم ځاځي وویل، روغتیایي سیستم دې اصلاح شي، د طب نصاب دې نوی شي او د طب تدریسي ژبه دې انګلیسي شي. نويو فارغ شویو او ستاژ دورې محصلینو ته دې معاش او امتیاز زیات شي، تر څو په خپله مسلک کې پاتې شي. په لویو ښارونو کې دې ۱۵۰۰ بستریز روغتونونه جوړ شي او د شته روغتونونو تجهیز ته دې پاملرنه وشي. ځوانان دې د تخصص لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي. محصلینو سره د تبعیضي چلند مخنیوی دې وشي.  پاکستان کې مېشتو محصلینو ته دې تحصیلي پاسپورتونه ورکړل شي او راستنېدونکي کدرونه دې جذب شي.
ښاغلي شېرمحمد د کوچیانوپه استازیتوب وویل، موږ غواړو هېواد ته راستانه شو، خو موږ د استوګنې ځمکه نه لرو، ځکه کوچیان سخت بې وزلي دي او خپلې مالدارۍ یې له لاسه ورکړې دي.
د افغان محصلینو په استازیتوب ډاکټر نجیب ننګیالي وویل، بورسونه دې د اړونده هېوادونو د سفارتونو له سیاسي نفوذ پرته د دولت په همغږۍ مستحقو کسانو ته ورکړل شي، هغوی چې پاکستان کې زده کړې کړي او د پاکستان تعلیمي سیستم سره بلد دي، هغوی ته دې لومړیتوب  په کې ورکړل شي. اسلام اباد او پېښور کې دې د لوړو زده کړو اتشې جوړې شي ، محصلینو سره دې د خپلو تحصیلاتو د ښه ترسره کولو په موخه مالي مرسته وشي، د محصلینو اسنادو ته دې همغه حیثیت او اعتماد ورکړل شي او خپلواک طبي بورډ دې جوړ شي.
د یادو مشرانو او استازو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته جمهور رئیس غني له هغوی څخه مننه وکړه چې د کډوالو ستونزې یې په وضاحت ورسره شریکې کړې. هغه زیاته کړه، د مهاجرت ژوند سخت دی او یوه ځانګړې اداره به ستاسو د راستنېدو مسوولیت واخلي او تاسوته د ځمکې او اوبو د اسانتیاو په خاطر۱۲ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي. 
د هېواد جمهور رئیس وویل، هر را ستنېدونکی کډوال  به د شرعي جایداد خاوند شي. ټول افغانستان مو شریک کور دی او هیڅوک تاسو نه شي مجبورولی چې یو خاص ولایت ته لاړ شئ، ځکه هر افغان ته اساسي قانون دا حق  ورکړی، مګر مراحل باید وسنجول شي.
جمهور رئیس غني وویل، زه حاضر یم د ملي بودجې هغه پیسې چې نه دي لګول شوي د اساسي پروګرامونو له لارې د افغان کډوالو د ژوند د ښه والي برخې ته ځانګړې کړم. 
جمهور رئیس په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکترحضرت عمر زاخېلوال ته لارښوونه وکړه، چې د کډوالو د راستنېدنې چارو د تنظیم په موخه یوه ځانګړې کمېټه وټاکي او د دوی اساسي مسایل دې د کابینې، امنیت شورا او اقتصاد عالي شورا غونډو ته د بحث لپاره راوړي.
هغه زیاته کړه، په اسلام اباد، پېښور، کویټه او نورو هغو ځایونو کې چې اړتیا یې لیدل کېږي ځانګړې کمېټې دې جوړې شي، چې  د کډوالو د راستنېدو چارې همغږې او تنظیم کړي. هغه زیاته کړه، کوم را ستنېدونکي چې د مهاجرت کارتونه نه لري اساسي توجه به ورته وشي او د کډوالو وزارت به په دې هکله د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې سره خبرې وکړي.
محمد اشرف غني له پاکستان څخه هېواد ته د افغان پانګوالو د پانګې د را انتقالولو په اړه په اسلام باد کې د افغانستان د سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته لارښوونه وکړه، چې د پاکستان مالیې وزیر سره ګډ کار وکړي او د دې لپاره  د افغانستان او پاکستان ګډ کمیسیون جوړ شي .
جمهور رئیس هغوی ته وویل، په افغانستان کې د پانګونې زمینې زیاتې دي، تاسو وړاندیز وکړئ چې همغسې شرایط درته برابر کړو، ځکه تاسو د هېواد په صادراتو او وارداتو کې اساسي بدلون راوستلی شئ.
جمهور رئیس غني وویل، د کابینې په غونډه کې مې لارښوونه کړې چې په یوه میاشت کې ۹۰۰۰ جریبه ځمکه غالیو والا ته ورکړل شي. تراوسه مو د غالیو په اړه لس ناستې کړي، مننه چې تاسو خلکو ته کار ایجاد کړی او د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول لرئ، حکومت به خپل امکانات ستاسو په واک کې درکړي.
جمهور رئیس د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین ته دستور ورکړ چې ځانګړی پلاوی ولېږي او د ترازوګانو هغه مسوولین چې خلک ځوروي او پیسې ورڅخه اخلي هغوی دې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني.
جمهور رئیس غني همدارنګه ټرانسپورت وزارت ته لارښوونه وکړه، چې  د ترازوګانو د کنترول او ښه مدیریت لپاره دې امنیتي کامرې ولګول شي.
د هېواد جمهور رئیس د لوړ زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه، د اسنادو د تثبیت داسې یوه کمېټه دې جوړه شي چې د هند، ایران او پاکستان له اسنادو سره بلد وي او تفکیک یې کړای شي. هغه زیاته کړه د اسنادو د تفکیک یوه فورمه دې ترتیب کړي او د لوړو زده کړو وزارت او په اړوندو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو کې دې ځوړندې کړي.
جمهور رئیس همدارنګه پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې تثبیت شوي ښوونځي دې هېواد ته له راستنېدنې وروسته دویم ځل نه ثبتېږي. هغه زیاته کړه، لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو وړاندیز کړی او مستقل طبي بورډ جوړېږي.
جمهور رئیس غني له ټولو میندو، پلرونو، کورنیو او علماو څخه مننه وکړه چې د کډوالۍ په چاپیریال کې یې د بشري پانګې په برخه کې ډېر لوی ګام اخیستی او په خپلو اولادونو مو تعلیم کړی دی. هغه زیاته کړه، د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي ستاسو له برکته نن د نړۍ اتلان دي.
جمهور رئیس وویل، د نورو هېوادوالو په څېر کوچیان هم په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او ناامنیو له امله سخت زیانمن شوي، ځکه مالدارۍ او جایدادونه یې له لاسه ورکړي دي. هغه زیاته کړه، د اساسي قانون د حکم مطابق به د شته امکاناتو په رڼا کې د کوچیانو د مېشتېدنې او ژوند نورې اسانتیاوې برابرې شي.
جمهور رئیس غني وویل،ستاسو راتګ یو لوی فرصت دی او بایدسم مدیریت شي. د اسلام په مبین دین کې عدالت اساس دی، نو مرسته راسره وکړئ چې په مملکت کې عادلانه نظام تامین کړو.  هغه  د پاکستان ولس څخه له دې امله  مننه وکړه، چې د کډوالۍ پرمهال یې له افغان کډوالو سره ښه چلند کړی دی. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته