امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٦
لس تنه وسله وال طالبان پرون په لوګرکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دباختر آژانس خبر ورکړ: په هغو عملياتوکې چې پرون د ډار اچوونکو له شتون څخه د سيمې د پاکولو په مقصد د لوګر ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول؛١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې وسايل او نور سپک او درنده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د هيواد په بېلابېلو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې د وسايطو ضد ١٤ ماينونه کشف او شنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته