کابل باختر دلړم درې ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان نن سهار په بادغيس ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او څلور تنه نور سخت ټپيان شول .
دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوال ضيا کليمزي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه ددرويش محمودي په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ ونښته چې تراوسه هم دوام لري او تراوسه پورې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي چې مړي يې دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
اړوند خبرځاى وويل چې په دې نښته کې دپوليسو يوسرتيرې هم ټپي شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ