سیاست

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون پنځه کلن ستراتیژیک پلان پرانيستل شو

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، د کمېسیون د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان (۱۳۹۹ـ۱۴۰۳) سند پرانیست.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د يوې خبرپانې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي: دغه سند د تېرو دوه نیمو کلونو اصلاحاتو او لاسته راوړنو پردوام، راتلونکو پنځو کلونو کې د اداري نظام د اصلاح او د ملکي خدمتونو په ټولو کچو کې د بشري سرچینو د پراختیا په برخه کې اساسي او کلیدي موخې ټاکي.
د کمېسیون پنځه کلن ستراتیژیک پلان د لارې نقشې په توګه، له ښکېلو خواوو، وزارتونو، دولتي ادارو، مدني ټولنو بنسټونو او رسنیو استازو سره په مشوره د پخوانیو ستراتیژیکو پروګرامونو د بیا کتنې او د دولت د پراخو پروګرامونو او نوښتونو د تطبیق په برخه کې د هر اړخیزو څېړنو له مخې، طرحه شوی دی.
د دغه سند پرانیست غونډه کې نادري وویل:«له فساد پرته د غیر سیاسي او پیاوړي ملکي خدمتونو نظام له جوړېدو پرته، افغانستان نشي کولای د اقتصادي ودې لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي او موږ نشو کولای له تړاو او احتیاجۍ څخه خلاص شو.هیله من یم چې د دغه ستراتيژیک پلان له تطبیق پینځه کاله وروسته، زموږ د ملکي خدمتونو دستګاه په متفاوته ځایګي کې وي.»
د کمېسیون په ستراتيژیک پلان کې، د شپږو مهمو برخو وړاندوینه شوې: تعیینات، شکایتونو څېړل، د ملکي خدمتونو اداره، د ملکي خدمتونو دارالانشاء، د ملکي خدمتونو کارکوونکو روزنه او ظرفیت لوړول او عامه اړیکې دي. هرې برخې ته یو لړ موخې او ستراتیژیک قدمونه تعریف شوي دي.
په ګومارنو کې د تبعیض او سیاسي نفوذ د مخنیوي په موخه، د دغه سند له مخې کمېسیون باید د الکترونیکي ګومارنې سیستم پراختیا، په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټري معیاري ګومارنې سیستم د جوړولو او اجرایي کولو، د تشو بستونو په اړه د راپور ورکولو منظم سیستم جوړولو او د تعییناتو د کړنلارې د سرغړونو په اړه راپور ورکول او اصلاحي کړنو په برخه کې اقدام ترلاس لاندې ونیسي څو د ګومارنو پروسو د شفافیت د تامین په اړه ډاډ ترلاسه شي.
په دې اړه د کمېسیون رییس وویل:«هغه څه چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د تعییناتو په برخه کې ترسره شوي، استثنايي دي، خو کافي نه دي او باید پیاوړي شي.»
دغه راز، په ملکي خدمتونو کې د ښځو مشارکت د زیاتوالي او هم په ملکي خدمتونو کې د معلولیت لرونکو افرادو د مشارکت زیاتوالي په برخه کې پروګرامونه تطبیق کیږي.
کمېسیون د شکایتونو څېړلو پروسې د اغېزمنتوب زیاتوالي او ساده کولو په موخه، هغه پروګرامونه تطبیق کوي څو د یوې بې پرې پروسې له مخې د شکایت کوونکو  د حقوقو ملاتړ وشي. په ټول هېواد کې په انلاین ډول د شکایتونو د څېړلو د درج کولو لپاره د الکترونیکي سیستم جوړول او لوی څارنوالۍ ته د شکایتونو د څېړلو بورډ مصوبو د نه رعایت قضایاوو ارجاع، له دغو اقداماتو څخه دي.
دغه راز، د ستراتيژیک سند د پروګرام له مخې، کمېسیون به د راتلونکو پنځو کلونو په ترڅ کې د ملکي خدمتونو ادارو د پیاوړتیا او پراختیا، د بشري سرچینو او سازماني پراختیا، د سازماني فرهنګ ښه والي، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د وړتیاوو د کچې لوړولو، په ملکي خدمتونو کې د څېړنو رواجولو او نوښت او په کمېسیون او ولایتي دفترونو کې یې د خوندي، ګټور او اغېزمن کاري چاپېریال رامنځ ته کولو کړنې عملي کړي.
د خلکو باور زیاتولو لپاره، د کمېسیون  د اصلاحي لاسته راوړنو او د ملکي خدمتونو د نوښتي کارکوونکو د مشهوره کولو  او با کیفیته خدمتونو د وړاندې کولو له لارې کار وکړي.
په دغو مراسمو کې دغه راز، د الکترونیکي ګومارنې نوی سیستم چې د کمېسیون د متخصصینو لخوا جوړ شوی، پرانیستل شو. نوی سیستم د ګومارنې پروسه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو، د شفافیت او ځانګړو وړتیاوو رامنځ ته کولو سره پیل شوی. کار غوښتونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د تعییناتو بورډ د ګومارنې کمېټې کار او د اسناد له چاپولو څخه د نوماندانو بې نیازه کول، د الکترونیکي ګومارنې د نوي سیستم له مزایاوو څخه دي.
نوماندان یواځې یوځل خپلې سوانح په سیستم کې درج کوي او اړ نه دي چې هر بست ته د غوښتنې وړاندې کولو لپاره، اسناد په جلا توګه ثبت کړي. نوماندان کولای شي چې د ګومارنې پروسې ټول پړاوونه د سیستم له لارې وڅاري.
پاى/ ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته