کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
د هرات ولايت د فوايد عامې رياست د دغه ولايت له ولايتي شورا څخه د ولسواليو د يوشمېر سړکونو د سروې د بشپړولو په لاره کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د هرات ولايت د فوايد عامې رييس حبيب الله تيموري د هرات ښار او د يوشمېر ولسواليو د سړکونو د سروې په اړوند معلومات ورکړل او د غوريانو او د جغتي ديارلس کيلومتره سړک د سروې په لاره کې د خلکو د استازو د همکارۍ غوښتنه وکړه .
ده دغه راز په دې اړوند دفوايد عامې وزارت له خوا د سروې د هيئت داستولو خبر ورکړ .
دوى د هغو واټونو په باب چې سروې شوي دي خو تر اوسه پورې بودجه يې نه ده رسيدلې چې عملي کار يې پيل شي، هم د ولايتي شورا او د ولايت د رهبرۍ د همکارۍ او څيړنې غوښتنه وکړه .
د ولايتي شورا رييس هم ځان مکلف وباله چې دموجودو ستونزو په وړاندې د هرات ولايت د فوايد عامې له رياست سره همکاري وکړي .
ختم_ ج _ اکرم