اقتصاد

داوبلن ګاز ګران پلورنې هېوادوال انديښمن کړي دي

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
داوبلن ګاز دبيې لوړوالي  کابل ښاريان انديښمن کړي دي.
يوشمير  کابل ښاريان داوبلن  ګاز دبيې لوړوالى دزغم وړ نه بولي او په دې اړوند په چارواکو د بې پروايي تورلګوي.
دکابل دقلعه فتح الله  اوسيدونکى زمري دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په يوه مياشت کې  داوبلن ګاز بيه  له ٦٠_  افغانيو څخه  ٨٠ _ افغانيو ته لوړه شوې  او دغه  حالت ښاريان انديښمن کړي دي.
دکابل دزاړه ښار اوسيدونکي عبدالوحيد په چارواکو داوبلن ګاز دبيې دلوړوالي په وړاندې دبې توپيري تور ولګاوه  او ويې ويل  ددغه  شان ناخوالو  دروند پيټۍ يوازې دبيوزلو کسانو پرغاړه دى .
  اوکلونه کلونه کيږي  چې دغه شان  حالت  ښاريان تجربه کوي   خو چارواکي په خپلو دندو کې اخلاص  نه کوي  او په بازار کې دګډووډۍ په وړاندې بې پروايي کوي.
په همدې حال کې  دسوداګرۍ وزارت  دتيلو او اوبلن ګاز رئيس وليدتميم باخترآژانس ته وويل ؛ په ترکمنستان او ايران کې داوبلن ګاز په بيه کې هيڅ ډول زياتوالى  نه دى راغلى  .  ده په سوداګرو په هېواد کې داوبلن ګاز دبيې دلوړولو تور ولګاوه  او ويې ويل  ؛ دا سوداګر دي  چې داوبلن ګاز بيه لوړوي.
ده دبازار په اداره کې خپله  کمزورتيا وښودله  او وړانديز يې وکړ چې دګمرکونو  ، ماليې وزارت  ، دنفتي موادو د ادارې او دلوى څارنوالۍ داستازو په ګډون دې يو کميسيون جوړ شي  چې دتيلو اواوبلن ګاز بيه کنترول کړي او دګران پلورنې  مخه ونيسي .
دباخترآژانس  خبريال وغوښتل  په دې برخه کې دسوداګرۍ او صنايعو  وزارت ځواب ترلاسه کړي  خو ددغه وزارت وياند مسافرقوقندي  وويل:  دتيلو او اوبلن  ګاز  دستونزې دلرې کولو په مقصد ترکمنستان ته روان دى  او دغې ستونزې ته  دځواب ويلو وخت نلري.
په هر حال  دکابل ښاريانو  څوځلې داړتياوړ دلومړنيو توکو په تيره بيا داوبلن ګاز دبيې دلوړوالي  له امله شکايت کړى دى خو چارواکو يې دستونزې  دلرې کولو په برخه کې  سم ځواب نه دى ورکړى،  لکه چې په دغه  رپوټ کې  بياهم دخلکو دستونزو دلرې کولو لپاره روڼ او سم ځواب ورنکړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته