روغتیا

په جنوب ختيځ زون کې دپوليو څلور مثبتې پيښې ثبتې شوې دي .

کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
دپوليو  څلور مثبتې پيښې  دهيواد په جنوب ختيځ زون کې  ثبتې شوې دي .
دپکتيا ولايت دعامې روغتيا رياست دکتلوي  معافيت مسوول  نور احمد محمودي  نن په يوه  مطبوعاتي  کنفرانس کې  رسنيو ته وويل دنړۍ دروغتيايي  سازمان دسروي  له مخې دروان کال  په بهير کې  دپوليو څلور مثبتې پيښې  د هيواد  په جنوب  ختيځه حوزه کې ثبتې شوې دي چې دوه  پيښې  په پکتيکا ، يوه پيښه په خوست او يوه پيښه  په غزني  کې دي.
دده دڅرګندونوله مخې  دهغو څيړنو  له مخې چې په دې برخه کې  شوې دي دڅلورو  مشبتو پيښو له جملې  څخه  درې پيښې بهرني  ويروس او يوه پيښه يې  کورنى ويروس  ثبت شوى دى .
ده زياته کړه  دپوليو ويروس دپراختيا دخطرونو دمخنيوي په مقصد دپوليو دواکسين دتطبيق ځانګړي پروګرام  په جنوب ختيځه حوزه کې ترسره  شوي دي .
  ده زياته کړه دغه فوق العاده  پروګرام په دريو  پړاونوکې تطبيقيږي  چې درې اوونۍ  وخت نيسي .
  ددغه پروګرام دتطبيق لپاره  په پکتيا ولايت کې  له پنځه کلنى   څخه ښکته  څه ناڅه يوسلو درې اويا زره تنه  ماشومان ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې واکسين کيږي .
ده دماشومانو له ميندو او پلرونو  او دجوماتونو  له ملا امامانو  څخه وغوښتل چې کورنيو ته  دتبليغ او پوهاوي په ورکولوسره  دواکسين  په تطبيق  کې  له دوى سره همکاري وکړي .
ديادونې وړ ده چې تراوسه پورې په ټول هيواد کې  دپوليو ١٩ مثبتې  پيښې  ثبتې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته