کابل باختر دسلواغي دويمه :
د بغلان ولايت پوليسو نن دوه تنه د ډار اچوونکو عملونو د ترسره کولو په تور ونيول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمدجاويد بشارت باخترآژانس ته وويل: دغه دوه تنه دپلخمري ښار د امرخيلو دکلي د استوګنې په يو کورکې له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: دغه کسان چې په پلخمري ښارکې د ورانکارو عملونو په ترسره کولو اوپه نا امنيوکې تورن دي؛ له يوه کلاشينکوف، يوې تومانچې، دوه لاسي بمونو، پوځي تجهيزاتو او دوو کيلوګرامو جرسو سره د دغه ولايت د پوليسو له خوا ونيول شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ