امنیت

په افغانستان کې دناټو ديو عسکر وژل کيدل

کابل باختردزمري دمياشتي  ١٧ :

دناټويو عسکر دافغانستان په جنوب کې ووژل شو.

دغه بهرنې پوځي چې هويت يي نه دي څرگندشوي  پرون دياغيانو دبريد له امله وژل شوى دى .

ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلوسره دخپل دغه عسکروژل کيدل تائيد کړل خو دهغه دهويت اودپيښې ددقيقي سيمې په باب يي څه نه دى ويلي .

ديکشنبې په ورځ هم دناټو دوه تنه عسکر دافغانستان په ختيځ  اوجنوب کې په ورته پيښو کې وژل شوي وو.

ديادونې وړده ددغو سرتيرو په وژل کيدوسره  په افغانستان کې په روان ميلادي  کال کې دناټو دپوځيانو دسردزيان شمير شلو تنه ورسيد.

داپه داسي حال کې ده چې په تيرميلادي کال کې په افغانستان کې  دناټو ٥٩٦ تنه پوځيان  دبيلابيلو پيښو له امله وژل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته