ورزش

دمتحد افغان ټيم دسولې له ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د لړم دويمه :
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن په يوې لوبې سره  دوام مومي .
دکابل دفوټبال  فدراسيون  اداري مسوول محمد حامدفيضي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دمتحد افغان او دسولې ټيمونه لوبه کوي
  دفيضي دڅرګندونوله مخې په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو په ګدون په غازي لوبغالي کې پيل شوي دي چې په پرونۍ لوبه کې دحبيبيانا  او جوانان ميهن ټيمونو لوبه  په يو يو ګول سره برابره پاى ته ورسوله .
ديادونې وړ ده چې تراوسه پورې دحبيبيانا ټيم د ٢٩ امتيازونو په لرلو سره دجدول په سر کې ځاى لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته