خبرونهټولنه

خبرتيا

 کابل، د تلې١٤ مه، باختر

د کابل ښاروالۍ خبرتيا

د ترلاسه شویو شکایتونو او ليدونو پر بنسټ، د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې ډېری فابریکو د لوګي د تصفېې لپاره فلټر نه دی لګولی چې د دوی دغه کار د هوا د ککړتیا لامل ګرځېدلی دی.

دغه راز د یادو فابریکو کارکوونکي، د خوندیتوب په وسایلو نه دي سمبال او په خپلو سیمو کې چاپیریال ساتنې ته  پاملرنه هم نه کوي.

یوځل بیا د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې فعالیت کوونکو او د فابریکو مالکانو ته خبر ورکول کېږي، چې د فعالیت پر مهال د لوګي د تصفېې له فلټر څخه ګټه واخلي او د چاپیریال ساتنې او خوندیتوب سپارښتنې او اصول په پام کې ونیسي.

د لوګي د تصفېې فلټر باید د فابریکي د فعالیت پر مهال روښانه او فعال وي.

‏که چیرته د فابریکو مالکان یادې سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او د هوا د ککړتیا لامل شي، فعالیتونه یې بند عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل کیږي چې بیا د شکایت حق نه لري.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا