کراچۍ باختر د مرغومي شپاړلسمه :
دپاکستاني طالبانو دډلې څلور تنه غړي چې دکراچۍ په هوايي ډګر يې دځانمرګي بريد نيت درلود نن ونيول شول .
باختراژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ: دغه کسان ديولړ هغو عملياتوپه بهير کې ونيول شول چې په سيمه کې ترسره شول .
په دغو عملياتو کې پوليسو يو بکس چې چاوديدونکي واسکټونه پکې و او څلور کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې دبمونو په جوړولو کې کارول کيږي او څلور تومانچې ترلاسه کړي دي .
داسي ويل کيږي چې نيول شويو کسانو د ٢٠١١ کال په ځانمرګي بريد کې چې پنځلس تنه پکې ووژل شول لاس درلود .
طالبانو ادعاکړې ده چې دتيرکال ددسمبر په مياشت کې يې دپاکستان داردو يوجنرال په کراچى ښار کې وژلى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ