امنیت

درې تنه ماشومان په سړک کې دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول

فيروزکوه باختر دتلې دمياشتې  ٢١ :
دغورولايت دفيروزکوه په ښارکې پرون په واټ کې دښخ  کړاى شوي ماين  دچاودنې له امله درې تنه ماشومان  شهيدان شول.
دغور دوالي ويندوى عبدالحي خطيبي  دباخترآژانس خبريال ته وويل :دغه پيښه دغور ولايت دفيروزکوه ښار په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه  چې  ماشومان دفيروزکوه ښار د جودک کيل ګو په ساحه کې په لوبو بوخت وو چې  په ساحه کې په  ښخ کړاى شوي ماين وختل  او درې واړه شهيدان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل :  چې ددغې پيښې قربانيان يوه خور او يو ورو او يوبل ماشوم دى.
طالبان په ګڼ ميشتو سيمو او په  هغو ساحو کې چې ماشومان په لوبو بوخت وي دماينونو په ښخ کولو لاس پورې کوي چې  ددغو چاودنو زياتره قربانيان ماشومان او بيګناه ملکي وکړي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته