امنیت

په يوه ګڼ ميشته ساحه کې د طالبانو ناکام بم ايښودنه

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
په فارياب ولايت کې په يوه ګڼ ميشته لاره کې د طالبانو يو بمي بريد ناکام شو.
امنيتي ځواکونو د خلکوپه همکارۍ دغه بم چې د شيرين تګاب ولسوالۍ په عمومي واټ کې ښخ کړى شوى و؛ کشف او شنډ کړ .
په فارياب ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه بم نن سهارمخکې له دې چې دملکي وګړو دسپرلۍ په کاروان وچوي؛ د سيمه ئيزو پوليسو د سرتيرو له خوا د خلکو په همکارۍ کشف او وچول شو.
  ده وسله وال طالبان د دغه بم د ښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغه بم ايښودنې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
تر اوسه پورې د دغه بم ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته