ورزش

داماني ټيم له نوري ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د لړم  پنځمه :
دفوټبال  دغوره ليګ دټيمونو سيالۍ نن مازيګر  په هرات کې په يوې لوبې سره دوام مومي .
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي  دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې داماني او نوري  ټيمونه لوبه کوي .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې  دفوټبال دلومړى لاس  دټيمونو سيالۍ دلسو ټيمونو په گډون  په هرات کې پيل شوې دي او په پرونۍ لوبه کې دپديده غوريان ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره دکهسان  ټيم ته ماتې ورکړه .
ديوبل خبر له مخې دفوټبال ددويم لاس دغوره ليک دټيمونوسياليو  په هرات کې په يوې لوبې سره  دوام وموند .
په دې پړاو کې دخراسان ټيم په يوه په زړه پورې لوبه کې ديوې په وړاندې په څلورو سره داريا ټيم ته ماتې ورکړه .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې  دفوټبال ددويم لاس دغوره ليګ سيالۍ ددولسو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام کې يې ټاکل شوې ده سبا دهرات باستان او باختر ټيمونه لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته