روغتیا

خبرتیا!

کابل / د لړم ۳۰مه / باختر
ټاکل شوې ده چې له پاکستان هېواد څخه د سترګو د متخصصینو یوه ډله د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال دلیندۍ لومړۍ کابل ته راشي، ترڅو د دشت برچي په محمد علي جناح روغتون کې د درې ورځو لپاره د سترګو د ناروغیو د اړو ناروغانو وړیا درملنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت مشرتابه له ټولو هغو اړمنو کسانو  چې د سترګو په ناروغۍ اخته وي او د درملنې توان نه لري دغه روغتون ته دې په یادو ورځو کې مراجعه وکړي او له وړیا درملنې دې برخمن شي.
د عامې روغتیا وزارت د کړنو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا ټویټر پاڼه چې د عامې روغتیا وزارت رسمي پته ده، وڅارﺉ:
@MoPH55237794
پاى

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا