ورزش

د هېواد د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو ملي ټيم نړيوالو سياليو ته لاره وموندله

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٤  :
د هېواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د  ٢٠١٨  کال نړيوالو سياليو ته لاره وموندله.
د باختر آژانس د خبرله مخې :  
دغه ټيم د آسيايي هېوادونو په مقدماتي سياليوکې خپلو ټولو سيالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې د نيپال د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو ملي ټيم ته يې هم ماتې ورکړه.
په دغه برياليتوب سره د هېواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د کرکټ  نړيوالو سياليو چې په راتلوونکي کال کې په سينګاپورکې ترسره کيږي، لاره وموندله.
د هېواد د کرکټ بورد نړيوالو سياليو ته د دغه ټيم لارې موندل يو ستر برياليتوب بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته