امنیت

په قندهار کې د لسګونو چاودنومخه ونيول شوه

– کابل / دکب ١٠مه / باختر
افغان ځواکونه وايي چې په قندهار کې د چاودنو د ترسره کولو لپاره يې د طالبانو هلې ځلې ناکامې کړې دي .
دغه ځواکونه وايي يواځې په يوه اوونۍ کې يې د قندهار له گڼ مېشتو لارو څخه ٢٣٠ ماينونه کشف او شنډ کړي دي چې يواځې ١٨٠ ماينونه په ارغنداب ولسوالۍ کې چېرته چې په دې وروستيو کې د طالبانود ډلې د شتون او فعاليتونو د زياتوالي ډګر دى ځاى پرځاى شوي و .
د قندهار د پوليسو اود اتل قول اردو د رسنيودفترونو د خبرپاڼو په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو غوښتل په قندهار کې په پوځيانو اوملکيانو خونړۍ بريد وکړي خوبريالي نه شول.
پوځيان وايي چې د سيمو اوسيدونکو د دغو ماينونو په کشفولو کې له پوځيانو سره مرسته کړې ده .
د دغوماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته