خبرونهټولنه

خبرتیا

 کابل، د تلې۱۱مه، باختر

یو کس چې تخمیني عمر يې ۳۰ کاله اټکل شوی، خو هویت يې تر دې دمه نه دی څرګند شوی.

یاد مجهول الهویه کس چې جګري رنګ جامې يې پر ځان دي تېرې شنبې په ماسپښین چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې د میاشتې له ۹ مې نېټې سره سمون خوري د کابل ښار په پل چرخي سیمه کې د ترافیکي پېښې په پایله کې سخت ټپي شوی چې اوس مهال د شیخ زاید په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

خپلوان او دوستان يې کولای شي د لا ډېرو معلوماتو لپاره د کابل د ترافیکو ریاست د پېښو د پلټنې امریت ته چې د کابل په دهمزنګ سیمه کې موقعیت لري مراجعه وکړي.

او یا دې په لاندې شمېرې اړیکه ونیسي.

0202503711

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا