امنیت

عاجل خبر : دکابل په شيرپور کې وسله واله جګړه شوې ده .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
دکابل پوليسو څو شيبې مخکې  له يوشمير وسله والو کسانو سره چې ويل کېږي ديوه متقاعد جنرال ساتونکي دى  جګړه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه جګړه دکابل په شيرپور ساحه کې رامنځته شوې ده .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد دکابل دشيرپور په ساحه کې له پوليسو سره دوسله والو کسانو جګړه تاييده کړه
ده وويل چې پوليسو دکابل دشيرپور په ساحه کې له يوکور څخه دوسلو  دراټولولو پروګرام ترلاس لاندې درلود چې په بهير کې يې جګړه رامنځته شوه .
  مجاهد دجزئياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه .
ويل کېږي  چې دغه کور ديو متقاعدجنرال دى چې دهغه ساتونکو دسمنتي ډيوالونو دلرې کولو او دخپلو درندو وسلو له ورکولو څخه ډډه وکړه .
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپرېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته