
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
دا چې د هېواد په ټولو دولتي تحصیلي بنسټونو کې د شرعیاتو او اسلامي تعلیماتو پوهنځي رامنځته شوي او مسلکي او پوه کادرونه د استادانو په توګه ګمارل شوي، نو په یادو پوهنتونو کې د اسلامي او شرعي زده کړو ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.
له دې امله ټولو هغو علماء کرامو او د دیني مدرسو فارغانو ته چې د پوهنې وزارت د علمي سویې تثبیت ازموینه کې د خامسه (۱۲) او عالیه (۱۴) په کچه ارزیابي شوي خبر ورکول کېږي، چې په پوهنتونونو کې د شرعیاتو، عربي ادبیاتو او حقوقو پوهنځیو د ازموینې لپاره په انلاین بڼه نوم لیکنه وکړي او یادو پوهنځیو ته شامل شي.
دا چې وخت کم دی علماء کرام کولی شي، تر راتلونکې سه شنبه ۱۴۰۱لېندۍ۲۲ (۱۴۴۴/۵/۱۹) نېټې پورې نوم لیکنه وکړي.
د نوم لیکنې لپاره د ازموینو ملي ادارې ټولنیزو پاڼو ته مراجعه وکړئ.
لمر