سیاست

جان کيري د امريکا دبهرنيو چارو د وزير په توګه په خپلې لومړني کاري ورځ کې دافغانستان دموسيقي د ملي انستيتوت له زده کوونکو سره وکتل.

کابل- باختر  دسلواغي اتلسمه:
جان کيري دامريکا د متحده ايالاتو د بهرنيوچارو د وزير په توګه دخپل ماموريت په لومړي ورځ، د افغانستان دموسيقي دملي انستيتوت  د ارکسټر له غړو سره  وکتل.
  دغه کتنه د روان ميلادي کال د فبروري د مياشتې په څلورمه نيټه د امريکا دبهرنيو چارو وزارت په يو سالون کې ترسره شوه .
  په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشه احمد فريد حيدري باختر اژانس ته وويل: جان کيري دافغانستان دموسيقي دملي انستيتوت زده کوونکو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وويل: خوښ يم چې د امريکا د بهرنيوچارو د وزير په توګه دخپل ماموريت په لومړي ورځ له تاسو سره ګورم .
  جان کيري وويل: موسيقي د سولې ژبه ده او تاسې زده کوونکي د سولې سفيران ياست، ما د تاسو هيواد افغانستان ته زيات سفرونه کړي دي او ټول هيله لرو چې په هميشني سولې سره د يو مترقي افغانستان شاهدان واوسو او دغه هدف ته د رسيدو لپاره به له تاسو سره اوږه په اوږه کار وکړم .
جان کيري په دې کتنه کې دافغانستان دموسيقي دملي انستيتوت د ارکسټر غړو ته وويل: نه غواړم زياتې خبرې وکړم، هيله لرم چې له تاسو څخه دموسيقي د پارچو د اجراکولو شاهد واوسم .
وروسته دافغانستان دموسيقي دملي انستيتوت زده کوونکو يوه سيمه ئيزه پارچه اجراکړه چې د جان کيري د مينې وړ وګرځيده او هغوى يې وهڅول او مهرباني يې پرې وکړه .
د امريکا دبهرنيو چارو وزير دافغانستان دموسيقي د انستيتوت زده کوونکو ته وويل: ستاسو هنري پروګرام زه د ماشومتوب دورې ته ځير کړم او په دقيقه توګه داهغه وخت و چې له ښوونځي څخه کورته له ستنيدو وروسته مې ګيتار غږاوه .
په دې کتنه کې وروسته د امريکا دبهرنيوچارو وزارت معينې ميرمن سونن شين تارا دافغانستان له دولت په تېره بيا ددغه هيواد دپوهنې له وزارت او دافغانستان دموسيقي له ملي انستيتوت څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: د ډيرې خوشحالي ځاى دى، د افغانستان د موسيقي هنر چې دجګړې څو لسيزو په بهيرکې په ټپه دريدلي و؛ دافغانستان دموسيقي دملي انستيتوت په جوړولو او د نجونو اوهلکانو په ګډون، دځوانانو او تنکيو ځوانانو په پيوستون سره بيا احيا شوي دي او د غوړيدو په لور ګام اخلي .
دې په دې اړوند د استاد سرمست د ارزښتناکو خدمتونو يادونه وکړه او هغه يې د نړۍ د نورو هنرمندانو لپاره بيلګه وبلله .
  په دې کتنه کې ډاکتر سرمست ددغه انستيتوت د جوړولو او هدفونو په باب خبرې وکړې او دافغانستان له دولت څخه يې چې ددغه انستيتوت  زده کوونکو ته يې دموسيقي دهنر د ودې او روزنې زمينه برابره کړې ده؛ قدرداني وکړه .
دغه راز دى له هغو موسسو څخه چې امريکا ته يې دافغانستان دموسيقي دملي انستيتوت دزده کوونکو د سفر د زمينې د برابرولو په لار کې همکاري کړې ده ، مننه وکړه . په دې غونډه کې ډاکتر سرمست يو رباب د سوغات په ډول د امريکا د يو ستر موزيم استازى ته ورکړ .
په دې غونډه کې دغه راز د برخه والو يو لړ پوښتنو ته ځواب وويل شو او په پاى کې د افغانستان دموسيقي دملي انستيتوت د زده کوونکو له خوا څو پارچې اجرا شوې .
د يوبل خبر له مخې: دافغانستان  دموسيقي دملي انستيتوت دموسيقي ارکسټر په هغې ماښامني ميلمستيا کې ګډون وکړ چې د دوى په وياړ په واشنګټن دي سي کې د افغانستان د لوى سفارت له خوا شوې وه .
د غونډې په پيل کې په امريکاکې دافغانستان سفير اکليل  حکيمي دافغانستان دموسيفي هنر د بيا احيا کولو او بډاينې په لاره کې  دافغانستان دپوهنې وزارت او په تېره بيا د ډاکتر احمد ناصر سرمست د هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه .
وروسته ډاکتر سرمست دافغانستان دموسيقي دملي انستيتوت په استازيتوب خبرې وکړې او برخه والو ته يې معلومات ورکړل چې د بلل شويو کسانو دمينې او علاقمندى وړ وګرځيدل.
ورپسې د افغانستان د موسيقي  دملي انستيتوت انسامبل  څو پارچې اجرا کړې چې دبرخه والو له تاوده هرکلى سره مخامخې شوې .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين، د امريکا دکانګرس يو شمېر  غړو، په امريکا کې د دوستو هيوادونو سفيرانو، د نړيوالو موسسو مسوولينو او په امريکا کې د افغانستان  د سفارت ډيپلوماتانوګډون کړي وو .
غونډه د شپې ډوډۍ په خوړلو او په زده کوونکو د هغو سوغاتونو په  ويشلو سره پاى ته ورسيده چې د افغانستان د سفارت له  خوا برابر شوي و .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته