امنیت

امنيتي ځواکونو شل تنه ډار اچوونکي وځپل

کابل باختر دکب شپږمه :
په غزني ولايت کې پرون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دغزني ولايت د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال دباخترآژانس خبريال ته وويل:  د اندړو ولسوالۍ په سه پا کلي کې د افغان ګډو ځواکونو دعملياتو له امله د وسله والو طالبانو د ډلې يو سرګروپ په ګډون ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي په دغو عملياتوکې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
د يوبل خبرله مخې: د اندړو ولسوالۍ په ناني سيمه کې د امنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ د نښتو له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
محمد قاسم ديسي وال زياته کړه: جګړه هغه وختونښته چې طالبانو غوښتل په چاوديدونکو توکوبار يو موټر دغزني ښار ته وليږدوي چې دپوليسو له خوا وپيژندل شول او له امله يې چاوديدونکي توکي د امنيتي ځواکونو له خواشنډکړى شول او دپيښې عاملين ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته