فرهنګ

خبریالې آمنې اسماعیل د سپینې ماڼۍ له ویاند څخه وپوښتل هغه ۱۱ تنه ماشومان او یوه مېرمن چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې و وژل شول دا یو تروریستي عمل نه دی؟.

کابل باختر دثور٣
خبریالې آمنې اسماعیل د سپینې ماڼۍ له ویاند څخه وپوښتل هغه ۱۱ تنه ماشومان او یوه مېرمن چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې و وژل شول دا یو تروریستي عمل نه دی؟.
دغه پوښتنه په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې طرحه شوه چې د امریکا د متحده ایالاتو د باستون ښار د وروستۍ تروریستي پیښې د څرنګوالي په اړه د روان میلادي کال د اپریل په ۱۷ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې جوړ شوی و.
دنړيوالوخبرى منابعودخبرله مخې،
د سپینې ماڼۍ ویاند ښاغلي کارني د آزادې خبریالې آمنې اسماعیل د پوښتنې له ځوابولو څخه ډډه وکړه، نه یې د تروریزم د تعریف او نه یې هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې د ۱۱تنو افغان ماشومانو او یوې افغان مېرمنې د وژل کېدو په اړه څه وویل.
د سپینې ماڼۍ ویاند یوازې د باستون پیښې ته د اشارې په ترڅ کې و ویل: " جمهوررئیس اوباما د باستون پر پیښې خواشینی شوی او هغه یې یو تروریستي عمل بللی او په کلکه یې غندلی دی."
د باستون له پیښې وروسته تروریزم او د هغه تعریف په نړیوالو رسنیوکې د بحث وړ موضوع ګرځیدلې ده.
یو شمېر په دې عقیده دي چې تروریزم هغه تاوتریخوالی دی چې د یوه ځانګړي هدف لپاره کارول کیږي.
ځینې نور بیا په دې آند دي چې له هرې لارې او په هر نامه چې هر چیرته  ملکي او عام وګړي و وژل شي دا پخپله تروریزم ګڼل کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته