امنیت

په پکتیکا کې د وسله والو طالبانو د یوه مسوول وژل کېدل

ښرنه/ باختر/ د غويي د میاشتې ۲۱ مه
د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په محمد خېلو سیمه کې د وسله وال طالبانو د زکات ټولولو مسوول وژل شوی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې تېره شپه د مرکز ښرنې په محمد خېلو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
آرین زیاته کړه: طالبانو غوښتل په دې سیمه کې له عامو خلکو څخه د زکات په نوم پیسې راټولې کړي، خو د سیمې د خلکو په مرسته له افغان ځواکونو سره په نښته کې یو تن یې وژل شوی او نور یې په تېښته بریالي شوي دي.
ویل کېږي په دې نښته کې د وسله والو طالبانو یو مړی، یو موټر سایکل او یو کلاشینکوف هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته