فرهنګ

حسينې ساپۍ د افغانستان د هندوانو او سکﮭانو په چاروکې د جمهوررييس له سلاکار سره وکتل

کابل/ دسلواغې  ٢٨مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ پرون د افغانستان د هندوانو او سکﮭانو په چاروکې د جمهوررييس له ستر سلاکار سندپال سنګﮭ خالصه سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د هندوانو او سکﮭانو په چاروکې د جمهوررييس ستر سلاکار سندپال سنګﮭ خالصه د افغانستان د هندوانو او سکﮭانو د سراسري شورا له رييس او د ننګرهار، لغمان او غزني د هندوانو او سکﮭانو د کمېټو له رييسانو سره د خپلو کتنو يادونه وکړه او ويې ويل: په کتنو کې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د تله باباجي مندر د ويجاړېدو، د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور کلي کې د ګورونانک ديوجي درمسال د ويجاړېدو، د لغمان په مرکز تکړي کلي کې د سري ګورو سنګ صبا درمسال د غصبولو او د غزني ښار د سري کوتلا صاحب درمسال او لنګرخانې د انگړ دېوال د ويجاړېدو په اړوند بحث وشو.
هغه زياته کړه چې دغه جايدادونه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د تاريخي آبدو په توګه ثبت دي او په دې اړه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ته معلومات ورکړل.
همدارنګه هغه زياته کړه چې په دې برخه کې د افغانستان د هندوانو او سکﮭانو په چاروکې د جمهوررييس ستر سلاکار وړانديز کړى دى چې د کابل د تله باباجي صاحب د مندر، د ننګرهار د ګورو بابا نانک ديوجي درمسال د بيارغاونې پروژو او د لغمان د سري ګوورو سنګ صبا درمسال د ځمکې د بېرته ترلاسه کولو او د هغه د بيارغاونې پروژو بيارغاونه د حج او اوقافو وزارت د ١٣٩٩ کال په مالي بودجه کې په پام کې ونيول شي. دغه راز د غزني د سري کوتلا صاحب درمسال د لنګرخانې او د انګر دېوال بيارغاونه د ښار جوړولو او ځمکه والۍ وزارت د ١٣٩٩ مالي کال په بودجه کې په پام کې ونيول شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د غزني د سري کوتلا صاحب د درمسال او لنګرخانې د انګړ دېوال د بيارغاونې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ملاتړ سربېره، ژمنه وکړه چې د جمهوررييس د لارښوونې له مخې به له اړوندو بنسټونو سره په جدي ډول موضوع تعقيب کړي او په دې برخه کې به  جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي.
پاى / ج/ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته