کابل باختر د لړم اوومه :
دوه تنه نن سهار په فارياب ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول .
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول کريم يورش باختر آژانس ته وويل چې دغه ماين د فارياب د سوداګرۍ خونو په رياست کې په اپارتمانونوکې وچاوديد چې له امله يې دوه تنه کسبګر ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې د يوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب دى او پوليسو د دغې پيښې د علت په باب تحقيقات پيل کړي دي.
ختم _ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ