امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١ :
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو دننګرهار ، فارياب، ارزګان ، غزني ،خوست، هرات،  فراه   او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دولس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول څلور تنه يې ټپيان او شپږ تنه نوريې  ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي دغه راز ملي پوليسو لس ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا دلغمان ، پکتيا ، فراه او دنيمروز دولايتونو په بيلابيلو سيمو کې ښخ کړاي  وو ترلاسه او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته