کابل باختر چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
د قندهارولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په يوه کمين کې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوځيانو د دغه کمين په بهيرکې چې د شاولي کوټ ولسوالۍ په سورخر کلي کې ترسره شو، پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
ده وويل چې د طالبانو په موټرونو د پوليسو د ناڅاپي بريد له امله هغه چاوديدونکي توکي چې د دوى دوه موټرونو و، وچاوديدل او د دغو موټرو ټولې سپرلۍ هم ووژلې شوې.
پاى ع ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ