امنیت

لس تنه ډار اچوونکي په نورستان کې ووژل شول .

کابل باختر د کب  ٢٤ نيټه
لس تنه پاکستاني ډار اچوونکي د هېواد په ختيځ کې له پوله ساتو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د نورستان ولايت دکامديش په ولسوالۍ کې د ديورنډ کرښې ته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې د سرتېرو په کاروان بريد وکړي .
د هېوادپه ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغې نښته کې  ١٠ تنه پاکستاني طالبان ووژل شوي دي.
ده وويل دغه طالبان نوي له پاکستان څخه نورستان ته راغلي وو او هغه وخت چې غوښتل يې په کامديش ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونودکاروان په تګلوري کې ماين ځاى پرځاى کړي بريد پرې وشو.
د يوبل خبرله مخې، په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار دکلي د اوسيدونکو په همکارۍ د دغه ختيځ ولايت دتګ راتګ په ګڼ ميشتو لارو کې لس ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_عطاالله  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته