امنیت

دملي اردو دکوماندو ځواکونو شپږ تنه تروريست طالبان په بدخشان ولايت کې ووژل .

کابل باختر د زمري نولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په بدخشان ولايت کې دملي اردو  دکوماندو دځواکونو په  فعاليت کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل. دملي اردودکوماندو ځواکونو دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې دفعاليت په ترسره کولو سره شپږ تنه وسله وال طالبان چې يو تروريستي فعاليت ته چمتو شوي وو ، ووژل او څو تنه نور يې ټپيان کړل .
په دغو عملياتو کې وسايل اونور سپک او درانده جنګي وسايل او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو ځواکونو دهيواد په بيلابيلو ساحوکې دامنيتي دندو په بهير کې دوسايطو ضد يو څلويښت ماينونه کشف او شنډ کړل او دڅو تروريستي پيښو مخه يې ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته