خبرونهاقتصادټولنه

خلک او موټر چلونکي د کابل ـ جلال آباد پر لویې لارې درونټې ته څېرمه د نظر آباد پل رغولو غوښتنه کوي

کابل، د تلې ۱۳مه، باختر

د کابل – جلا آباد پر لویه لار درونټې ته څېرمه د نظر آباد پل د وروستیو سېلابونو له امله په بشپړ ډول تخریب شوی، چې موټر چلوونکي او خلک یې له اسلامي امارت څخه د بیا رغېدو غوښتنه کوي.

یو شمېر موټر چلونکو د باختر آژانس خبریال ته وویل: «شاوخوا دوه میاشتې کېږي د نظر آباد پل د وروستیو سېلابونو له امله په بشپړ ډول نړېدلی او هره ورځ په ساعتونو د خلکو وخت ضایع کېږي، ناروغان هم د یادې ستونزې له امله په خپل وخت روغتونونو ته نه رسېږي».

اخوا د ننګرهار د ټولګـــټو چارو رئیس مولوی یار محمد محمدي باختر آژانس ته وویل، چې د ټولګټو چارو وزرات انجینرانو د نظر آباد تخریب شوي پل سروې ترسره کړې، چې د مراحلو له بشپړېدو وروسته به یې د رغولو چارې پيل شي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا