امنیت

دسره صليب دتښتول شوي کارکوونکي د آزادولو لپاره هلې ځلې .

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دنړيوال سره صليب دتښتول شوي کارکوونکي د آزادولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
ويل کيږي :پرون وسله والو يرغلګرو په کندز کې دنړيوال سره صليب دکارکوونکو پرکاروان بريد وکړ او دهغو يو تن يې چې بهرنۍ تبعه و له ځان سره بوته.
په افغانستان کې دسره صليب وياند احمد رامين اياز وايي چې ددغه کارکوونکي د آزادولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
داپه داسې حال کې ده چې دغه سازمان يو بې طرفه بنسټ دى او زياتره بشردوستانه مرستې کوي ، بايد دښکيلو اړخونو له خوا پرې بريد ونه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته