سیاست

د جمهور رييس مرستيال: د انتخاباتو د کميسيون شپږ غړي به د افغانستان له شپږو قومونو څخه انتخاب شي

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
په افغانستان کې د اروپا د اتحاديې ځانګړي استازي فرانز مايکل ميليبن نن له غرمې مخکې د جمهور رييس له مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل او په دې کتنه کې د نويو انتخاباتي کميشنرانو د انتخاب، د الکترونيکي تذکرې د ويش، د ولسي جرګې له خوا د کابينې د يو شمېر غړو د بې واکه کيدو په ګډون موضوعګانې او ځينې نورې مسئلې وڅيړلې شوې.
د جمهور رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د جمهور رييس مرستيال په تېره څه دپاسه يوه لسيزه کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د افغانستان د نړيوالو همکارانو په تېره بيا د اروپا د اتحاديې د غړو هېوادونو د همکارۍ له امله د قدردانۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې د کميسيونونو د غړو د غوراوى بهير د يو شفاف ميکانيزم له مخې او د تخصص، ژمنتوب، وړتيا او د قومي انډول په ګدون د معيارونو په پام کې نيولو سره ترسره شوى دى .
ده وويل: سره له دې چې په قانوني لحاظ د دغو کميسونونو د غړو وروستى انتخاب د جمهور صلاحيت و؛ خو په يو شفاف بهيرکې د انتخاباتي کميسونونو غړي د رايو په اتفاق د حکومت د مشرتابه هيئت د شپږو تنو غړو له خوا انتخاب شول چې د دغه کميسيون شپږ تنه غړي په افغانستان کې د شپږو قومونو استازيتوب کوي .
د جمهور رييس مرستيال دې ته په اشارې سره چې د انتخاباتو د بهير په نسبت د خلکو د باور بيا پيدا کول د نويو انتخاباتي کميسيونونو په کړنو پورې تړاو لري؛ وويل چې د انتخاباتو د وخت ټاکنه، اجرايي او اداري کارونو، د پړاوونو بشپړول، د انتخاباتي حوزو ټاکنه او د رايو ورکوونکو نوم ليکنه د انتخاباتو د نوى کميسيون اساسي لومړيتوبونه دي .
قانونپوه سرور دانش په را روان کال کې د پارلماني انتخاباتو په ترسره کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې له دې زيات د انتخاباتو د بهير ځنډول به د افغانستان د دولت او خلکو په خير او صلاح نه وي.
ده د الکترونيکي تذکرې د ويش په باب هم وويل چې د الکترونيکي تذکرې ويش زيات ارزښټ لري او د الکترونيکي تذکرې د ويش د بهير د عملي کولو لپاره هڅې هم په خپل قوت سره د حکومت د مشرتابه هيئت له خوا دوام لري.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د اروپا د اتحاديې استازي فرانز مايکل په باقر العلوم جومات کې د حسيني اربعين په مراسموکې د پرونى تروريستي بريد د قربانيانو له کورنيو سره د همدردۍ او غمشريکۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې د دغې اتحاديې غړي هېوادونه به له تروريزم سره د مبارزې په کارکې دپخوا په شان د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ ولاړ وي.
ده د دغو انتخاباتي کميسيونونو د کميشنرانو د انتخاب د بهيرهرکلى وکړ او هيله يې وکړه چې د دغو کميسيونونو کړنې وکولاى شي د انتخاباتو د بهير د اصل په نسبت د خلکو د باور د جلبولو سبب شي.
په افغانستان کې د اروپا د اتحاديې استازي په افغانستان کې د الکترونيکي تذکرې د ويش په اهميت او په بېلابېلو حوزوکې د هغې په مثبتو پايلو د ټينګار په ترڅ کې له اداري فساد سره د مبارزې، په عدلي او قضايي مرکزکې د لومړۍ محکمې جوړول، په دولتي اداروکې دفساد د مهمو قضيو د څيړنې او تعقيبولو لپاره د حکومت د ژمنې څرګندوى وبلل او هيله يې وکړه چې په دې مرکزکې زياتي قضيې وڅيړلې شي چې له امله يې د معافيت فرهنګ پاى ته ورسول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته