امنیت

په نيمروز کې د يوې ترافيکې پيښې له امله يو تن ووژل شو او ديرش نور ټپيان شول.

کابل – باختر آژانس دمرغومې اوويشتمه :
په نيمروز ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او څه ناڅه ديرش تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهارد خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هرات – نيمروز په لويه لاره کې هغه وخت وشوه چې يو مسافر وړونکى بس موټر له واټ څخه ووت او چپه شو.
دنيمروز ولايت دخاشرود ولسوال محمد هاشم نورزى باخترآژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو او د يوې ښځې او يو ماشوم په ګدون، ديرش تنه نور ټپيان شول.
نورزى وايي چې دغه بس د نيمروز ولايت له مرکز زرنج ښار څخه دهرات ښار ته سپرلۍ ليږدولې چې چپه شو.
په همدې حال کې د زرنج ښار د روغتون ډاکترانو د دغې ترافيکي پيښې د پنځلسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله. د واتونو خرابوالې او کنګل او د چلوونکو بې احتياطي د افغاسنان په لويديځ کې د دغه شان خونړيو پيښو اصلي عامل بلل کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته