امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو غړى له پوليسو سره په نښته کې ونيول شو

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
د وسله والوطالبانو د ډلې يو فعال غړى تېره شپه دبلخ ولايت د چار بولک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ټپي او وروسته ونيول شو.
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالرزاق قادري باختر آژانس ته وويل : د چمتال ولسوالۍ دعلي زو دکلي اوسيدونکي او د وسله والو طالبآنو د ډلې يو فعال غړى سيد امين له يو کلاشينکوف سره د پوليسو له خوا له هغه وروسته چې ټپي شو؛ ونيول شو .
د امنيت آمر وويل: همدا اوس نيول شوى سړى د بلخ ولايت په يوه روغتون کې د پوليسو ترسختې څارنې لاندې تر درملنې لاندې دى او موظفو ډاکترانو د ده روغتيايي حالت مخ په ښه الي بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته