اقتصاد

دسلمابند په حوزه کې دپانګې اچونې په خاطر دکاناډا علاقمندى.

کابل –باختر د سلواغې دمياشتې ٨
په کابل کې دکاناډا سفير هرات ولايت ته سفر کړى دى اودسلما په حوزه کې يې دخپل هيواد دپانګې اچونې علاقمندى څرګنده کړې ده .
په کابل کې دکاناډا سفير شان چارلس دهرات له والى محمد آصف رحيمي سره په کتنه کې وويل:
هيواد يې دکار دى اف دپروګرام زياته برخه تمويلوى.
په دې کتنه کې چې دهرات ولايت دبهرنيو چارو درييس او دولايت دمالى او اداري او د بشري منابعو دمسوول په ګډون وشوه دکاناډا سفير د دريايي حوزې او په تيره بيا دسلما په وادي کې دپانګې اچونې په خاطر دخپل هيواد علاقمندي اعلام کړه.
ده دغه راز دخلکو دميثاق د پروګرام دملاتړ او دمهاجرينو په برخو کې دمرستې او همکارۍ ژمنه وکړه .
دهرات والي د راستنيدونکو دملاتړ په خاطر دسترو پروګرامونو او پاليسو د نشتوالى له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل دمنظم پروګرام نشتوالى دستونزو سبب شوى دى.
رحيمي دښارګوټو دجوړولو له لارې دمهاجرينو دملاتړ او ثبت کولو په برخو کې دهر اړخيزې پاليسى دجوړولو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته