کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
په هرات ولايت کې يو سپين ږيرى په سيندکې ډوب شو.
دغه اتياکلن سړى د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې په اوبوکې ډوب شوى دى.
دهرات دمرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه سړى مړي تېره شپه دغه روغتون ته ليږدول شوى دى.
د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې اته تنه په هرات کې په اوبوکې ډوب او قرباني شوي دي.
4 د یوې دقیقې څخه لږ