
کابل، د زمري ۳۰ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني روزګان ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت مجاهدینو په تېرو شلو کلونو کې د موقف لپاره قرباني نه ده ورکړې؛ بلکې دغه سرښندنې یې د اسلامي نظام د ټینګېدو او د الله ج د قانون د پلې کولو لپاره ورکړې دي.
نوموړي د افغان ولس خدمت د اسلامي امارت اساسي مسوولیت او دنده بللې او د دغه مسولیت په ښه ترسره کولو یې ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز ویلي، چې د تېر شل کلن جهاد د بریا راز د افغان مجاهدینو د سرښندنو او د ولس د صبر پایله وه او نوموړي د دغه صبر او سرښندنو ستاینه کړې ده.
نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو څخه په خپلو چارو کې د محتاطانه عمل ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز په تېر شل کلن جهاد کې د روزګان د ولسونو او مجاهدینو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د دغه ولایت ولسونو او مجاهدینو د پام وړ قرباني ورکړې ده.