
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د خپلو ولایتي سفرونو پر دوام نن د دایکنډي ولایت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې خلیفه سراج الدین حقاني وویل، چې دايکنډي د مجاهدینو سنګرونه د اسلامي اخوت سمبولونه وو، چې اهل تشیع او سني مجاهدینو په کې د واحد سپېڅلي هدف لپاره څنګ پر څنګ قرباني ورکوله.
حقاني دغه راز زیاته کړه، چې له نیمې پېړۍ کړکېچن او پاشل شوي وضعیت څخه رښتيني وحدت ته رسېدل ستر الهي نعمت دی او دا د هېواد او ولس لپاره ستر ویاړ دی، چې د اسلامي امارت په بریا سره يو ځل بیا د بهرنيو د نفاق دسیسې شنډې شوې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل: «لکه څنګه چې د سراسري امنیت لپاره د افغانانو تنده الحمدلله خړوبه شوه او له دې نعمت څخه برخمن شول، نو ډاډه اوسئ؛ چې د آبادۍ مزل به هم د ملي وحدت په وسیله د بریا پوړيو ته رسوو.»
خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړه، د ولس ترمنځ نفاق د یرغلګرو میراث و، چې له نېکه مرغه د هغوی نا دوامه او ناکامه هڅه پاتې شوه، موږ د وحدت او زغم بشپړه اراده لرو او دې هدف ته رسېدلي یو.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم د دایکنډي د خلکو غوښتنې د پراختیا او بیارغونې په برخه کې واورېدې او د اسلامي امارت مشرتابه ته یې د هغوی غوښتنو د رسولو ډاډ ورکړ.