برلين باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د آلمان رسنيو پرون خبر ورکړ چې د دغه هېواد د دفاع وزارت غواړي چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر زيات کړي.
د ايرنا خبري آژانس د آلمان د خبري آژانس او د شپيګل اوونيزې له خولې خبر راکړ: د آلمان د پوځي ځواکونو قوماندانۍ هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر په دغه هېوادکې د امنيتي حالاتو د خرابوالي په دليل له ٩٨٠ څخه ١٤٠٠ تنو ته لوړ کړي.
د آلمان د دفاع وزارت وياند ټينګار وکړ چې لا تر اوسه پورې هم په دې اړوند وروستى تصميم نه دى نيول شوى او د دغه وزارت د دغې طرحې د بېلابېلو اړخونو د څيړنې په حال کې دي.
د شپيګل اوونيزې ليکلي دي: په افغانستان کې له زرو تنو څخه زيات د آلماني پوځيانو د شمېر لوړول به آلمان ته په سياسي ډګرکې شخړې پيدا کړي، ځکه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د وتلو لپاره د آلمان له هدفونوڅخه په ډاګه سرغړواوى دى.
آلماني ځواکونه له ٢٠٠١ ميلادي کال را په دې خوا په افغانستان کې شتون لري.
د امريکا جمهور رئيس دونالد ترامپ هم د ٢٠١٦ ميلادي کال د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځيانو د شمېر د زياتوالي لپاره د خپل نيت خبر ورکړى و.
د امريکا دفاع وزارت هم ويلي و چې غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر څلورو زرو تنو ته ورسوي.
پاى ف ذ
1 1 دقیقه لوستل