
کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له هغو هېوادونو څخه، چې افغان کډوال پکې بندیان دي غوښتنه وکړه، چې هغوی له بندخونو څخه خلاص کړي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په پلازمېنه کابل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي واحدونو ترمنځ د همغږۍ په دوه ورځنۍ غونډه کې وکړې.
په دغه غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په ستراتېژیکو موخو او پالیسو بحثونه کېږي.
د یاد وزارت سرپرست په دغه غونډه کې همدا رنګه وویل چې اقتصادي ستونزې او پرهېواد د پردیو یرغلونه د دې سبب شول، چې ګڼ شمېر افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شي.
نوموړي په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو څخه هم غوښتنه وکړه، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
حقاني له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د جنیوا کنوانسیون او ملګرو ملتونو سازمان د پرېکړو مطابق له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او هغوی له خپلو حقونو څخه بې برخې نه کړي.
نوموړي په ټینګار سره له هغو هېوادونو څخه، چې افغان کډوال پکې بندیان دي، غوښتنه وکړه، چې هغوی خوشې کړي.
افغانمل