(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنه

خلیل الرحمن حقاني: په اسلامي نظام کې قومي، سمتي، تنظیمي او مذهبي تعصبات ځای نه لري

کابل، د وري ۱۶مه، باختر

د کډولو او بېرته راستنې‌دونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د هزاره قوم له یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیل الرحمن حقاني د اسدالله سعادتي په مشرۍ د هزاره قوم له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې د هزاره قوم په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دغه کتنه کې حقاني وویل، چې په اسلامي نظام کې قومي، سمتي، تنظیمي او مذهبي تعصبات ځای نلري، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د افغانستان هر وګړی د بل په څېر محترم او د قدر وړ دی.

د سرچینې په وینا، نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دوی مشورې، غوښتنې او ستونزې به له اړونده ارګانونو سره شریکې کړي او په اړه به یې لازم اقدامات ترسره کړي.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا