کابل باختر دتلي ديارلسمه :
دوه تنه ملکي وګړي په لوګر ولايت کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دلوګر دوالي وياند محمد سليم صالح دباختراژانس خبريال ته وويل: يو مازدا ډوله بار وړونکى موټر دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ دګرمابه دکلي په واټ کې دوسله والو طالبانو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
دصالح دڅرګندونوله مخې: په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي چې يو يې دبار وړونکي موټر چلوونکى اوبل يې ددغه موټر خاوند وو شهيدان شول
يوه اړونده خبرځاى وويل :موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ