سیاستخبرونهټولنه

خلیل الرحمن حقاني په خوښۍ ولسوالۍ کې له زیانمنو شویو کورنیو سره وکتل

 کابل، د وږي لومړۍ، باختر

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سر‍پرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله، له زیانمنو شویو کورنیو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سر‍پرست وزیر د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله، له زیانمنو شویو کورنیو سره کتلي او پر۲۵۰ زیانمنو شویو کورنیو یې د غیر خوراکي توکو مرستې وېشلې دي.

حقاني ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت له هېوادوالو سره په هر غم او تکلیف کې شریک او ژمن دی چې د امکاناتو په حدود کې په هر راز شرایطو کې د دوی لاسنیوی وکړي.

هغه پر ملي او نړیوالو مؤسسو او مرستندویو بنسټونو غږ کړی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته بشري مرستې ورسوي.

یاید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د تېزو بارونو په ورښت سره، سېلابونه راوتل او د لوګر د سمه ییزو مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د دغو سېلابونو د راوتلو له امله ۲۰ تنه شهیدان، ۳۰ تنه ټپیان او ۴ تنه نور لادرکه شوي دي. دغه راز څه د پاسه ۳۰۰۰ کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکې او بڼونه ویجاړ شوي او زرګونو کورنیو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا