رپوټونه

نوى کال، نوې هيلې

کابل / د کب ۲۷مه / باختر
ټنګ- ټکور، د ځوانانو اتڼونه، په اسمان کې تالنده او برېښنا، د غاټول غوړېدل، د اوبو شرار او د مرغانو آوازونه نوى کال را په یادوي.
نوى کال، نوې ورځې، ښکلې او هیله بخښونکې فضاء، چې د انسان طبعيت يې د زړه له درېغه مني او ورته زیات خوشحاله وي.
هر کال پر انسانانو سربېره ټول ژوندي موجودات د نوي کال لومړۍ ورځ له نوي ژوند سره پیلوي او وجود يې نوې ساه اخلي.
د نوروز په راتلو سره د ژمي د فصل او موسم وروستۍ ورځ پای ته رسېږي او د پسرلي نوى فصل او موسم د ګلانو په غوړېدلو او د بلبل په چڼهار سره پیل کېږي او نسترن، نرګس، غاټول او ګلاب خپل زړه بخښونکى رنګ او ښایست وربخښي.
غرونه، دښتې، شاړې ځمکې، غونډۍ او درې د ښایست داسې جامې اغوندي، چې د هر انسان روحي او فکري ژوند ته، د نوي فکر او نوي خیال هیلي او پیغام ور بخښي.
نوروز د ښکلي طبعیت هغه خوشحالي ده، چې په کال کې یوه ورځ را ښکاره کېږي او د راتلونکي هوسا او خوږ ژوند په زړه پوري الهام په کې نغښتى وي.
نوی کال (نو روز): دا ورځ د افغانستان، ایران، آذربایجان، پاکستان، ترکیې او تاجکستان په غوښتنه د یونيسکو نړۍ وال سازمان د نړۍ په فرهنگي میراثونو کې هم شامله کړې ده.
افغان فرهنګیان وايي چې د نوي کال په لومړۍ ورځ نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له دغې ورځې سره سم موسم بدلېږي او يو نوی فصل پيلېږي.
فرهنګیان وايي چې د کال د لومړۍ میاشتې لومړۍ ورځ یا د وري لومړۍ د طبعيت د ځوانېدو او د طبعيت د سمسورېدو ورځ ده.
د قندهار ښار او ولسوالیو اوسېدونکي دغه ورځ په بېلابېلو دودونو پیل او په جریان کې يې د الله (ج) دربار ته د سولې، یووالي او پرمختګ د کال دعاګانې کوي.
په قندهار کې هم له دود سره سم د نوي کال جشن د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ د شاه مقصود آغا (رح) په زیارت کې د جنډۍ په پورته کولو سره پیلېږي؛ خو جګړې د قندهاریانو دغه خوشحالۍ سږ کال پیکه کړې دي.
د قندهار نږدې ټولې ولسوالۍ ارغنداب, ژړۍ, پنجوایي او ډنډ چې پخوا امن وې اوس ناامنه شوې او زرګونه کورنۍ ورڅخه د جګړې د شدت له امله بې ځایه شوې دي.
پخوا به د نوي کال ( نوروز) نمانځلو ته د قندهار ښار پر اوسېدونکو سربېره له کوټې او چمن څخه هم پښتانه راتله؛ خو قندهاریان به تر مېلې څو ورځې وړاندې د خاکرېز ولسوالۍ شاه مقصود آغا (رح) زیارت تله.
په قندهار ښار کې د نوروز مېله پر ډېرو سیمه ییزو لوبو سربېره، د موسیقۍ په پروګرامونو ښکلې وي.
د قندهار مشران، ځوانان او ماشومان د نوروز یا د کال په لومړیو ورځو کې له خپلو دوستانو سره یو ځاى مېله ځایونو ته ځي، هلته د خوښۍ په فضاء کې وخت تېروي او هغه کسان چې له یو بل مرور یا خپه وي، د اختر د ورځو په څېر په دغو ورځو کې له یو بل سره پخلا کېږي او د ورورۍ غېږ ورکوي.
په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابا ولي صاحب (رح) زیارت، پارک، د ارغنداب د رود غاړه، په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند، سربند پل، باغ پل، د رود غاړه، په ډنډ ولسوالۍ کې د ابراهیم خلیفه بابا زیارت ته څېرمه، د رېګو سیمه، دامان ولسوالي او ورته نورې ښکلې سیمې د مېله والو له پاره غوره سیمې دي چي له بده مرغه اوس مهال د جګړې له امله دغه سیمو ته د ورتګ جدي امنیتي خطرونه شتون لري.
پر قندهار سربېره دغلته د نورو ولایتونو ځوانان چې د تحصيل لپاره دغه ولایت ته تللي، نوى کال له نویو هیلو سره پیلوي او د نوي کال لپاره یې د سولې امیدونه د زړه آوازونه دي.
د سیمې پر نورو اوسېدونکو سربېره، کوچیان هم په دغه ورځ خوښۍ کوي او له نویو هیلو سره نوی کال پیلوي.
د سیمې کوچیان وايي چې په ژوند کې له ډېرو کړواونو سره مخ دي، د دوى زړه هم هوسا ژوند غواړي؛ خو له ډېره وخته يې نه دی پیدا کړى.
په ورته وخت کې قندهارۍ مېرمنې وايي چې هر کال په نویو هیلو پیلوي، له خپلو همزولو سره یو ځاى پاتې کېږي، یو د بل کور ته ځي او یا خو د تفرېح په نیت میله ځایونو ته ځي او هلته خوشحاله شېبې تېروي.
ځوانې نجونې بیا د دغې ورځې لپاره ځانګړي نوي کالي جوړوي.
د ښوونځي مدیرې فریدې احمدي او یو شمېر نجونو د باختر اژانس سیمه ييز خبریال عثمان برکت ته ویلي چې ښځې هم نوى کال د سولې په نامه پیلوي.
په نوي کال کې سندر غاړي هم په میله ځايونو کې د سولې، یووالي او مینې ترانې وايي او له همدې لارې خلګ خوښ ساتي.
د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره ځانګړې ورځې لري، چې د هغوی تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي.
دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې هم لري، چې خلک یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړ کوي.
نوروز هم د نوي لمریز کال له لومړۍ نېټې او د پسرلي موسم له لومړۍ ورځې سره برابره دی، د سیمې او نړۍ مهمو جشنونو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان په شمول، د نړۍ په یو زیات شمېر هېوادونو کې په مختلفو ډولونو نمانځل کېږي.
د نوروز لغوي معنی نوې ورځ ده او په اصطلاح کې هغې ورځې یا کلتوري جشن ته ویل کېږي، چې په هرو دوولسو میاشتو کې د نوي لمریز کال او د پسرلي د موسم په لومړۍ ورځ نمانځل کېږي، د نوروز نمانځل لرغونی تاریخ لري او خلک د هغه په هکله مختلفې عقیدې او نظریې لري.
د نوروز لپاره د نیروز، نوروج او مهرجان یا مهرګان کلمې هم استعمال شوې دي.
د قندهار پوهنتون استاد نور احمد قرآن مل د نو روز د تاریخي پس منظر اړوند باختر اژانس ته وویل:
نوروز د بشر په تاریخ کې لرغونی تاریخ لري، چې ۵۸۳ قبل المېلاد ته رسېږي او ځینې تاریخ لیکونکي په دې آند دي، چې نوروز تر یاد شوي تاریخ د مخه هم نمانځل شوی دی.
نور احمد قرآن مل وايي چې غېږ نیول، اتڼ، توپ ډنډه، هوايي مرغک، دوګۍ، شکشکه، جوت او تاک، خوسى، پټ الاداد، په انګورو کې دی او ارغونچکه، د قندهار له محلي لوبو څخه دي.
د نوي کال مېله د قندهار په بېلابېلو سیمو کې نمانځل کېږي؛ خو د لوى امپراتور احمدشاه بابا د پاچهۍ پر مهال دغه مېله د شالمار په نامه هم یاده شوې ده.
د نوي کال په راتګ سره د افغانستان هر وګړی د نویو هیلو او زرغون هېواد په نامه نیالګي کینوي او ساتنه یې کوي.
له زیاتو تاریخي آثارو څخه ښکاري چې د نوروز جشن د آریایانو او زردشتیانو په وخت کې هم نمانځل شوی او د هغه په هکله یې مختلفي عقیدې لرلې.
دغه راز نوروز د جمشید په وخت کې د برکت سمبول ګڼل شوی.
نو روز یا نوى کال، نوې هیلې او د افغانانو نوې خوشحالۍ، د هېواد او خلکو د نوي او هوسا ژوند هیله راکوي.
نوی ۱۴۰۰ لمریز کال په قندهار کې داسې مهال پیلېدونکی دی چې جګړې تر پخوا سخت زور اخیستی او ښاریان له مړاوو هیلو سره په مایوسانه حالت کې نوي کال ته د خوښۍ د نمانځلو خاص تکل نه لري. ښاریان وایي لوی ارمان یې په هېواد کې تلپاتې او باعزته سوله ده چې هر هېوادوال د آرام ساه واخلي. د قندهار ښاریان د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ کوي چې اوربند وکړي, جګړه او وینه تویوونه نور پای ته ورسوي چې ټول ولسونه د سوکالۍ او ارامۍ په فضا کې نوی کال پیل کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته