امنیت

خماب سقوط نه دى کړى .

کابل باختر دوږي  نولسمه :
دجوزجان دپوليسو قوماندان   دطالبانو په لاس  ددغه ولايت دخماب ولسوالۍ دمرکز سقوط  رد کړ خو خبر دارى يې ورکړ چې دخماب ولسوالۍ ددښمن تر ګواښ  لاندې دى .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان  فقير محمدجوزجاني دباختراژانس خبريال ته وويل  چې له يوې اوونۍ راپديخوا په دغې ولسوالۍ کې دپوځيانو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري او اوس څو امنيتي پوستې ددغې ولسوالۍ په شاوخوا کې دطالبانو په لاس کې سقوط  کړى دى خو ددغې ولسوالۍ مرکز دامنيتي او دفاعي ځواکونوپه لاس کې دى .  او دوى له طالبانو  سره دمقاومت په حال کې دي .  خبرځاى زياته کړه چې په خماب کې دناامنيو اساسي ستونزه دځواکونو کمښت دى او اوس دفاعي ځواکونه چمتو دي  چې ددغې ولسوالۍ دخماب  دخلکو ددفاع لپاره دروانيدو په حال کې دي .
امنيه قوماندان زياته کړه  پوځيان  هيڅ وخت  اجازه نه ورکوي  چې خماب دطالبانوپه لاس سقوط وکړي .
؛ ده زياته کړه چې په دې نښته کې طالبانو ته دسرزيات زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى.
ده دغير دولتي له رسنيو څخه دخماب دسقوط  خبر رد کړى دى او ويې ويل چې په خماب کې دې  ددښمن دګواښونو په اړوند هلې ځلې وشي .
ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته