امنیت

څلورتنه استراليايي عسکرټپيان شول

ترينکوټ   باخترد وږي دمياشتې  ٤ :

استراليا په جوزجان ولايت کې  دخپلو څلورو تنوعسکرو دټپي کيدو خبرورکړ.

داستراليا ددفاع وزارت ديوې اعلاميې په خپرولو سره وويل ، دغه عسکر پرون دجوزجان ولايت په مربوطاتو کې  ټپيان شول.

دغه عسکر له افغان ملي ځواکونو سره يوځاى  په ګزمې بوخت وو  چې په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله څلور تنه استراليايي عسکرټپيان شول.

په همدې حال کې په اعلاميه کې ويل شوي دي چې ديوه تن ټپي حالت خراب بلل شوى دى.

په اعلاميه کې ويل شوى دى چې ددوو تنو ټپي عسکرو دپيښې په سيمه کې درملنه شوى اودريم عسکر قندهار ته اوڅلورم يې چې سخت ټپي شوى و ددرملنې لپاره المان ته استول شوى دى.

 استراليا په افغانستان کې  څه ناڅه يوزرو شپږسوه تنه عسکرلري اوپه ارزګان ولايت کې ميشت  دي  او تراوسه پورې يې ٣٣ تنه وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته